Wednesday, February 27, 2013

aqal trena gheere wakhwar khati tri eman wakhor

عقل ترینه ږیری وخـــــوړ خیـــــټې تری ایمان وخوړ
ګــوره په وربشوکښـــــې خـــره لأل دبـدخشان وخوړ

ګــوړه یې نه خـــــرسیږې خوارلاله دغمه ځان وخوړ
قبــــــض شـــــو د صیب ډیرئي هنـــدوستان وخوړ

ځارشـــــم دلیډر کولمو خیټه یې دښــــــــکلولوده
چا مهار چا اوښ وخوړ او ده واړه کاروان وخوړ

کوڼ ملا شهـــــــید دې په مـــزار یې ډیوه بله کړه
مړۍ وؤکم شوې خوار د لـــــــــوږې نه قرآن وخوړ

ځه د لیونې د مرض خوشی دارو مه کوه
غم د مرګ غورزنګ د زړه او سترګو د جانان وخوړ

0 comments:

Post a Comment