د چا د غمه چې په ما کښې ټکے وینه نشته
هغه ناترسه وائي ماسره دې مينه نشته
چې زما روح ئې په نغمو باندې راواړولو
زمونږ د غره لمن کښې اوس هغه شيرينه نشته
په دې سپرلي کښې به مې غم د هجر یو په دوه شي
باغونه ځان سنګاروي او ګلورينه نشته
په دې وطن کښې به د چا په لمن داغ ولګي
په دې لمن کښې د هيچا لمنه سپينه نشته
نوازه ياره چې ستا اوښکو پرې اثر ونکړو
د محبوبې نه دې سېوا په زړه سنګينه نشته





0 comments:
Post a Comment