Tuesday, December 04, 2012

zra me tauday tauday naary obasi

زړه می تودې تودې نعری اوباسی
درد رانه ولی بی آسری اوباسی؟

زه خو هغه ته پښتون نه وایمه
څوک چی د کوره پښتنی اوباسی

د جانان زړه د فلانکی خان کهنډر دے
هر یو سړے تری بی نیټی اوباسی

خداے خبر بیا می څه ګناه کړې ده؟
خداے خبر بیا ولی توبی اوباسی؟

غریبی دومره سړے نه سپکوی
خو بی حسی تری نه جامی اوباسی

شاکر د ژوند په معنیٰ نه پوهیږی
زمونږ د کلی نه دی ښپی اوباسی

0 comments:

Post a Comment