Thursday, December 13, 2012

pa esharo khabri ma kwa khabari kawa

په اشارو خبرې مه کوه خبرې کوه
یاره خواږه خواږه کاته کوه خبرې کوه

ستا د تنور د لمبې هره ادا ستا غوندې ده
لږه خندا په تناره کوه خبرې کوه

هغه د وخت زنځيرشلولے دے که نه قاصده
ماسره ذکردهغه کوه خبرې کوه

پلار به مې وې زړه د هيچا سره مه بدوه
دټولو خلکو سره ښه کوه خبرې کوه

مانه د مور دغه يوه خبره نه هېرېږي
عادت د پلار او د نيکه کوه خبرې کوه

0 comments:

Post a Comment