هلته آئينه کښې خپل بشر اوګوره
دلته سينه کښې غؤڅ ځيګر اوګوره
آئينـــــه څۀ پيژني ستــا نازونــه
راشه زمـــا د زړۀ پرهـــر اوګـــوره
څه دې اشنا په خيال کښې هلته تير شو
دلته سينـــه کښې درزهــــر اوګــــــوره
خپلـــه د خيالـــه په هــوا کښې ګرځې
په ما دې غــم لکــه د غــــر اوګــــــوره
لکه بادام سورے سورے دے زړۀ مې
راشـــه نخرې دې د نظـــــر اوګـــــوره
رندان مې خاؤرو نه پيـــالې جــوړوي
د خمـــارو سترګــــو اثـــر اوګـــــــوره
واعظه! خير دے بيا مې ګرم اوګنړه
اوّل راځـــه زمــا دلبــــر اوګــــــــوره
تل به يې وې چې زړۀ د کانړي لرم
هغه 'اجمل' دې په خپل در اوګوره
دلته سينه کښې غؤڅ ځيګر اوګوره
آئينـــــه څۀ پيژني ستــا نازونــه
راشه زمـــا د زړۀ پرهـــر اوګـــوره
څه دې اشنا په خيال کښې هلته تير شو
دلته سينـــه کښې درزهــــر اوګــــــوره
خپلـــه د خيالـــه په هــوا کښې ګرځې
په ما دې غــم لکــه د غــــر اوګــــــوره
لکه بادام سورے سورے دے زړۀ مې
راشـــه نخرې دې د نظـــــر اوګـــــوره
رندان مې خاؤرو نه پيـــالې جــوړوي
د خمـــارو سترګــــو اثـــر اوګـــــــوره
واعظه! خير دے بيا مې ګرم اوګنړه
اوّل راځـــه زمــا دلبــــر اوګــــــــوره
تل به يې وې چې زړۀ د کانړي لرم
هغه 'اجمل' دې په خپل در اوګوره
0 comments:
Post a Comment