Wednesday, December 12, 2012

da yao nazar sumra tawan ghwari

ديونظرڅومــــــره تــاوان غــــــواړې

زړه رانه غواړې که ګريوان غــواړې


ماله په ستـــــرګو کښې ازغي راکـوې


ما نه نغمې د ګلستـــــــان غــــــــواړې


خداې دي په خپـــــل زړه پسې وژړوه


په باران واؤړې چــــه بـاران غـواړې


زړه!ګـــــورې د نازبه دې یونه شمـــه


که دغـــــرورسره جــــانان غــــواړې


محبت څــــــه دی جـــــواري دزړونـو


خوبونه نه بائلې خــــــوبـان غــــواړې


په دې ګرانې کښې دخپـــــل سرپه بدل


ديارديدن څــــومـره ارزان غـــــواړې

ســـــــــائله" ته تکميل د کـوم ارمــان له"


ژوند د لمبـــو دبيــــــــــابان غــــواړې

0 comments:

Post a Comment