Tuesday, October 29, 2019

Rogh di lewani pa ghroono sir krama




روغ دي لیوني په غرونو سر کړمه
میني دي جانانه در په در کړمه

ځان سره ګونړیږم چه یواځي شم
لا د لیونو دي زه بد تر کړمه

زه په انتظار وومه رانغلي ته
بیا دي خپل ګریوان سره په شر کړمه

اوژاړم په چغو زړګي سپک کړمه
کله خپل ګریوان ته چه نظر کړمه

اوخندل د کلي واړو ما پوري
سترګو دي پاګل کړمه آوتر کړمه

نه صبریږي زړه مي په والله ترینه
وایم چه د ښکلو ځان نوکر کړمه

ماته وائي مخ که مي ښکاره کړلو
اوس به خیاله تا باندي محشر کړمه

0 comments:

Post a Comment