Tuesday, October 29, 2019

pa yarana bandi majbura nada

غزل
مراد خان شينواري

په يارانه باندې مجبوره نۀ ده پښتنه پيغله ده مزدوره نۀ ده
د يارانې په چل جوړ وپوهيده ګودر له راغله خو تروره نۀ ده
په پښتنه ليلا چې ځان کړي لوګے داسې ځلمي باندې مور بوره نۀ ده
په يو غوټه کښې ئې زړۀ يوړو له ما تۀ اوس هم وائې چې باتوره نۀ ده
رقيبه بس دے نوره خلۀ ونيسه ياري ګټلې چا په توره نۀ ده
هغه دے تت غوندې منزل ښکاري قدم راواخلئ تيارۀ ګوره نۀ ده
زما ئې فکر جنتي غوندے کړو زاهد لا اوس هم وائي حوره نۀ ده
پام په تريخوالي ئې چې تير نۀ وځے هسې نخرې کوي مغروره نۀ ده
چې زما غاړه د بل پړے وي تل داسې ياري ماته منظوره نۀ ده

0 comments:

Post a Comment