شته ژوند په میخانه کې خو لوېدل به پکې نه وي
زما د هوش قدمه لغزېدل به پکې نه وي
بوږنېږه ترېنه مه، زما افکار اور اور کې دي
رڼا به درکوي خو سوزل به پکې نه وي
اشنا وې مینه ښه ده خو یوه خبره واوره
بس دا چې د لمنې نه راښکل به پکې نه وي
ستا ناز مې پښتو اخلي خو غرور زغملې نشي
دا یو دې په سترګو، خو دا بل به پکې نه وي
دیدن د ښکلي یار ته اجازه درکوم لاړ شه
لېکن پښتنې اوښکې څڅېدل به پکې نه وي
جرګې د غم چې نه راځي خو زړه بې تمنا دی
کوم کور چې لکه ګور دی پیغله جل به پکې نه وي
پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرمېدل به پکې نه وي
موسکا یې شرمګیره وه په خپله بې لوظۍ
وې دا ځلې وعده شوه تېرویستل به پکې نه وي
حمزه د خپل ديدن په بهـانه یې پیدا کړی
د یار د کوڅې لارې ورکېدل به پکې نه وي
زما د هوش قدمه لغزېدل به پکې نه وي
بوږنېږه ترېنه مه، زما افکار اور اور کې دي
رڼا به درکوي خو سوزل به پکې نه وي
اشنا وې مینه ښه ده خو یوه خبره واوره
بس دا چې د لمنې نه راښکل به پکې نه وي
ستا ناز مې پښتو اخلي خو غرور زغملې نشي
دا یو دې په سترګو، خو دا بل به پکې نه وي
دیدن د ښکلي یار ته اجازه درکوم لاړ شه
لېکن پښتنې اوښکې څڅېدل به پکې نه وي
جرګې د غم چې نه راځي خو زړه بې تمنا دی
کوم کور چې لکه ګور دی پیغله جل به پکې نه وي
پلو دې د مخ اخلم پښتنې خو دا مې واوره
زمرۍ غوندې به ګورې شرمېدل به پکې نه وي
موسکا یې شرمګیره وه په خپله بې لوظۍ
وې دا ځلې وعده شوه تېرویستل به پکې نه وي
حمزه د خپل ديدن په بهـانه یې پیدا کړی
د یار د کوڅې لارې ورکېدل به پکې نه وي
0 comments:
Post a Comment