Monday, November 26, 2012

pa kaluno pas che yara ta zamung kali ta rashay

په کلونو پس چې یاره!
ته زمونږ کلی ته راشی

تانه هیر به زمونږ کور وی
یو ماشوم نه به پوښتنه تا زما په اړه وکړی

مخکې دلته یو شاعر و
چې اوس چیرته کې اوسیږی؟

دا ماشوم به درته یاره!
سم د واره جواب درکړي!

مخکې دلته یو شاعر وو
چې په چا باندی مئین وو

خو اشنا یې بې وفا و
اوس هغه خو لیونې دی

چیرته دغه ځای به ناست وی
په ریګونو په غرمو کې

چې په خوا زما ته راشې
څنګ مې ووینې جانانه!!

نو را منډه به کړې ماله
مانه دواړه لاس به تاؤ کړې

ما به ښکل په دواړه مخ کړې
زه به ستا له خوا نه پاڅم

یو طرف ته به روان شم
ته به وایې د زړه سره!

د الفاظو جادوګره!
بیا به چغي کړي جانانه!

ته (حمزه) خو داسې نه وي!!!
زه به مخ درواړمه

چې ته څوک یې د کوم ځای یې؟
تا به نه پیژنم یاره! ځکه زه به لیونې یم
ځکه زه به لیونې یم،

0 comments:

Post a Comment