Friday, November 23, 2012

tal ba na v shaghufta ghulzar da umer

تل به نه وي شګفته ګلزار د عمر،
نه به جوړ وي هميشه بازار د عمر،

لکه برق چې مخ سرګند کاندي بيا نه وي،
هسې تيز دې بې سکون رفتار د عمر،

سرکشي لري تر هسې حده پورې،
چې نيوې نه شې هيڅوک مهار د عمر،

په ساعت کښې د عمرونو ياري پرې که،
بې وفا په هسې رنګ دې يار د عمر،

خپل صورت به د حباب په سترګو ګوري،
که څوک وکاندې په زړه کښې شمار د عمر،

نه له کوره چرته ځمه نه سفر کړم،
بې سفره مې غوڅيږي لار د عمر،

بيا ئي وار په دا دنيا نشته رحمانه،
په هر چا باندې تير شي وار د عمر،

0 comments:

Post a Comment