Thursday, November 01, 2012

mena sir ki sa asana ghundi khkari

مینه سر کې څه اسانه غوندې ښکاري
رسول يې سر ته ګرانه غوندې ښکاري

نه هغه راځي نه زه ورځم تپوس له
دا خبره خو څه ورانه غوندې ښکاري

زړه کې وايي چې لا هغسې ژوندی دی
ما چې وویني حېرانه غوندې ښکاري

معلومېږي چې مې خېر د زړګی نه شته
نن په ما چې مهربانه غوندې ښکاري

دلته شته دی د مجنون د پښو خاپونه
دا صحرا راته ودانه غوندې ښکاري

مشغولا لره یې راشه د یار خیاله
زړه مې ستړی او ستومانه غوندې ښکاري

ستا دیدن ځکه د سر په قیمت اخلم
دا سودا راته ارزانه غوندې ښکاري

هغه روح چې د محفل دی څوک خبر کړئ
مجلسونه، څه بې جانه غوندې ښکاري

تصور دې د اسرار د لارې مل شو
لار د ژوند ځکه روښانه غوندې ښکاري

ډاکټر اسرار..

0 comments:

Post a Comment