يو ځل به زه دغه سپرلې دغه خزان پريدم
لکه چراغ به د دې خپل وجود نشان پريدم
په هر پړاؤ ځکه تخمونه د خوشبوئي کرمه
زه که په هر لوري ترې ځمه چې ګلان پريدم
پښتون پيدا يم نو پښتو خو پريخودلې نه شم
ننګ او غيرت مې ورسره ځي چې زبان پريدم
ماته خو ځائي په ځائي ناروغ دي د مرهم په طمع
زه به نو څه رنګه دا غم د سود او زيان پريدم
د ژوند کارونه مې د زړه په خواښه درومي کله
ګنې واعظ درله و الله داسې حيران پريدم
ته خو مې روح ئے ته مې زړه ئے ته مې ځان ئي اشنا
تا خو به هله زه پريدمه چې خپل ځان پريدم
طيبه غم ښادي مثال د خور او رور دي سره
زه به ښادي څه رنګه ګورم چې خفګان پريدم

0 comments:
Post a Comment