Saturday, July 14, 2012

Sta rangeny di beshmera kum yao rang ta pa sajda sham

ستـا رنـګـونـه دي بـیشـمـیره کـوم یـو رنګ تـه پـه سـجـده شم
هـر یـوڅـنـګ دی ښکلې ښکلې کوم یو څـنـګ ته په سجده شم
پــه خـامــوشــه بـیــابـان کــې د الــفـت ربـاب پـه غــیـږ یــم
هـر یو تړنګ مې زړه اوباسي کوم یو تړنګ ته په سجده شم
سـتـا د د یــن ټــیـکـد رانـو راتــه ســل ‌‌ډنـګـونــه جــوړ دي
هـر یـو ‌ډنـګ بـې ډنـګـه لګي کوم یو ډنـګ تـه پـه سـجده شم
بې حـسـابـه ګـنـګـړوګان مې نـن پـه پښـو کې په شړنګاردي
هـریـوشـړنګ د وفـا نـوم دی کوم یو شـړنګ ته په سـجده شم
پـتـنـګان ســره پـه جـنـګ پـه خـتـمـیـدونـکـې شـمـع ســوزي
زه د امـــن پـیــغـام جــوړ شـمـه کـه جـنـګ تـه پـه سـجده شم
ښـه پـوهـــیـږمـه احــسّـاسـه چې احـسـاس دَ نـاپــوهـــۍ دی
اوس ازغــو لـه غــیږه ورکړمه که رنګ تـه پـه سـجده شم

0 comments:

Post a Comment