Saturday, July 14, 2012

Ta che wayal sam lawany ghazal wo

تا چې وییل ” سم لیونی غزل وو”
دا مې په عمر کښې وړومبی غزل وو
ستاسو د کلي هره پیغله ښایسته
ستاسو د کلي هر سړی غزل وو
د درد په څړیکو مې څوک پوهه نه کړه
زما د خلې هر اسویلی غزل وو
شونډې،بانړه،سترګې،زلفان،خالونه
ښه شوه بیل نه وو په یو ځاې غزل وو
ستا د زلفانو ذ کر نه وو پکښې
زما خوښ نه شو څه ګنجی غزل وو
عثمانه ستا تپوس ې کړو چې څوک دی؟
ما ورته اووې چې ځلمی غزل وو

0 comments:

Post a Comment