Monday, July 02, 2012

Sta pa takal ki da khpal zana wrak shum

ستا په تکل کښ د خپل ځانه ورک شوم

د کلي ورک شوم، د جهانه ورک شوم



زړه کښ مي اوسي خو پیدا مي نه کړي

د خپلي مزکي د آسمانه ورک شوم



تا خو په سترګو کښ ځايئ کړي وومه

دا څنګه چل دي چه لتانه ورک شوم



زه دي وولاړ وومه د کور په خوا کښ

بیا ولي زه درنه جانانه ورک شوم



پیټي په سر ستا د جفا ګرزه ووم

ځکه د خپلي پختونخوانه ورک شوم



غمونو ستا مي خوب خندا ورکه کړه

لکه ګلاب د ګلستانه ورک شوم



خیاله منزل ته رسیدلي نه شم

په لاره تلمه د کاروانه ورک شوم

0 comments:

Post a Comment