Friday, January 31, 2014

Zamana daira ogda wa ma pa khyal taraly nashwa



غزل 
____ 
زمانه ډیره وږده وه ما په خیال تړلی نه شوه 
زلفې نه وې او تیاره مې په دسمال تړلی نه شوه 

دوه میخونه مې د کاڼي په ضربونو باندې خخ کړل 
خو له ډاره مې هنداره په دیوال تړلی نه شوه 

خپل احساس مې رانیولو چې کتل مې بیا به نه و
دا خوره وره سندره سر او تال تړلی نه شوه 

له یو ټکي سازې شوې دنیاګۍ کې وسیدې او 
سمرقند سره دې بیه د یو خال تړلی نه شوه 

پاڼه پاڼه دې سپرلیه غوټۍ ولې پرانستله 
چې دې هغه شانته بیا هم په خپل حال تړلی نه شوه 

ارادو به د غوښتنو نه وزرې پریکولې 
دا سپړلې غوټه چا هم بیا په سوال تړلی نه شوه 

چې غزل دې منځ کې پریښو قافیه درنه خفه شوه 

0 comments:

Post a Comment