د سفر د ستومانئ له ڈاره نه تله
خپله ساه هم راسره په لاره نه تله
پنڈ په سر د هر سڑی، د خپل غرض وه
دا جوپه گنی د خدائ د پاره نه تله
چی زما پیغام له زانه سره یوسی
قافله هڈو تر دغه خاره نه تله
هریو مخ دلته وینزلے وه په اوخکو
خو دا شپه تر شبنمی سحاره نه تله
د یارانو بس هم دغومره مزاج وه
دنگه اوخه وه او بی مهاره نه تله
خپه نیولے د دربار په دروازه شوم
حوصله می د بلا تر غاره نه تله
یوه پیغله په واده باندی صلاح شوه
مگر کور ته د لالی سینگاره نه تله
سه کامرانی زمانی ستا د وصال وی
د قیصر یوه لمحه بی کاره نه تله
0 comments:
Post a Comment