په پختونخوا بلو لمبو ته جاڑم
زه د ارمان د خار ايرو ته جاڑم
د وطن پيغله مى سرتوره مڑه شوه
په چغو چغو لوپٹو ته جاڑم
د گل زلمو غوخي راٹولي نه شوي
په وينو رنگ يى بس جامو ته جاڑم
د غفلت خوب نه رابيدار نه شولو
خپلو اودو اودو زلمو ته جاڑم
همرازه! دي حال كي هم يو نه شولو
په دي خبره پختنو ته جاڑم
.
0 comments:
Post a Comment