خپل کلی کور له راشه
د بنګړو شور له راشه
ته چی پرهر پرهر کړو
وس یی ټکور له راشه
چی پری ژوندی ده مینه
هغه سور اور له راشه
جوړ د چینار د لاندی
وی ټنګ ڼکور له راشه
که وی هر څه ګلالی
خیر دی پیغور له راشه
Timeless Pashto poetry in one place—Ghazals, Nazams, Tappa, Rubai, and Sandara by renowned poets.
0 comments:
Post a Comment