Sunday, November 17, 2013

Da jwand erry ba hum anghar da muhabbat okhayi



د ژوند ايرې به هم انګار د محبت وښائي

تالا ګلشن کښې به بهار د محبت وښائي

زما د زړه وينو ښائسته کړو تصور د جانان
رقيب دې هم داسې سنګار د محبت وښائي

استکاران دي د فريب او د ريا د هنر
هغوي به څه رنګه روزګار د محبت وښائي

چې زړه پرې ورکړم د غصې رنګونه واخلم ترينه
څوک دي چې داسې خريدار د محبت وښائي

نشته څوک نشته چې جذبې مو قتليدو نه بچ کړي
زور وحشتونو ته يو وار د محبت وښائي

چې هر طرف ته د سيکهو د شړنګا شور دې راخور
پازيب به څه رنګې شړنګار د محبت وښائي

که نور څه نه لرو د زړونو نغديت خو لرو
مونږ ته به څوک دلته بازار د محبت وښائي

اصحاب کهف غوندې د تور غار نه راووتلو
نوې رڼا ده څوک به لار د محبت وښائي

مينه لرو خو د الفاظو ژبې ګونګې مو دي
ګران له ورځو چې لږ اظهار د محبت وښائي

0 comments:

Post a Comment