Wednesday, November 06, 2013

Che da zakhmuno marham ta o nakry za o nakram




چې د زخمونو مرهم ته او نه کړې زه او نه کړم
څوک به يئ اوکړې چې غم ته او نه کړې زه او نه کړم

څنګ به کميږي د وختونو جبر ته اووايه 
چې مخ نيوې د ستم ته او نه کړې زه او نه کړم

هم به داستا او هم زما د زړه حرم نړيږي
چې څه خاطر د حرم ته او نه کړې زه او نه کړم

څنګ به رڼا شي نه پوهيږم د ظلمونو تيارې
چې يو تر بله رحم ته او نه کړې زه او نه کړم

راتلونکې نسل ته رښتيا به سبا څوک رسوي 
نن چې خواري په قلم ته او نه کړې زه او نه کړم،

طيبه څنګ به دا د جبر خاموشي ماته شي
چې څه اظهار د الم ته او نه کړې زه او نه کړم

0 comments:

Post a Comment