تا نه لوګي، تانه قربان، راشه
درپسي مرمه په ایمان، راشه
~~ بغیر لتا ګله قرار نه مومي
زړه نه مي لري کړه خفګان، راشه
~ د کلي خلق وائي نه رادرومي
نن خو ټول کلي کړه خیران، راشه
چاته به څه، چاته به څه ښکاریږي
~ په ما خو بره ئي اسمان، راشه
مینه به درکړم بي خسابه اشنا
چرته یو شپي له د باران، راشه
هیر که لمده شولي، پروا نشته دي
~~ درله به درکړمه تاوان، راشه
~ ما امدادخیال نه، مرور جانانه
بي لتا نه مي شي ګزران، راشه.
0 comments:
Post a Comment