Friday, June 21, 2013

shukar dy kam da cha na hes na yao ka zyat na sho




شکر دي کم د چا نه هيڅ نه يو که زيات نه شو
خو چې حال ت بدل کړي هغسي حالات نه شو

عجيبه کار دي د يو بل د ليدو تږي نه وو
خو چي يو ځاي شو نه ماړۀ په ملاقات نه شو

په هر ميدان مو ماتي اوخوړه خو صبر نه شو
زمونږ سرونه که شو مات زړونه مو مات نه شو

دي مختصر غوندي ژوندون راله مرئ اوچي کړي
حضره ! يريږو مونږه څکي آبِ حيات نه شو

ممتازه! تل مي د ښايستوو خلقو ناز اوړي دي
څۀ بي هنره يم شعرونه مي نبات نه شو

0 comments:

Post a Comment