دا پرې نښې د دې ستړي ښار پرتې دې
د سفر دوړې په مخ د يار پرتې دي
د سفر دوړې په مخ د يار پرتې دي
راشه،راشه لږ د ناز قدم پرې کيږده
فرش مې سترګې دغه ستا په لار پرتې دي
راشه لاس د مينې راکه را پخلا شه
د ژوندون ورځې اشنا د شمار پرتې دي
ستا په سترګو ښه پوهيږمه طيبه،،
ګيلې ډيرې دې په زړه امبار پرتې دي
Daa pre naKhe da de starhi khar praty dee
Da safar doorhe pa makh da yaar praty dee
Rasha, rasha lag da naaz qadam pre kegda
Farsh me stargy dagha sta pa laar praty dee
Rasha laas da meene raaka ra pukhla sha
Da jwandoon warzy ashna da shmaar praty dee
Sta pa stargo kha pohaigma,,Tayyaba
Gaile daire de pa zrha ambaar praty dee
0 comments:
Post a Comment