Saturday, March 09, 2013

da me asman la zana oniwala

دا مې آسمان له زنه اونيوله
کۀ مې آرمان له زنه اونيوله

مازيګري د چينار څنګ ته يوړم
خيال کښې مې ځان له زنه اونيوله

د ګل وطن د سوکالئ پۀ خاطر
ما هر دهقــــان له زنه اونيوله

درده چې نۀ مني نو څۀ اوکړمه
ما خــــو درمــان له زنه اونيوله

بابا مې نور بيګار کولې نشي
يوې پيغلې خان له زنه اونيوله

ما وې د علم سره سوله اوکړئ
ما هر افغـــــان له زنه اونيوله

دريابه حـورې درته اوپسخېدې
تا چـــــې جانان له زنه اونيوله

««««««
ډاکټر پروفېسر علي خېل درياب

0 comments:

Post a Comment