Monday, March 25, 2013

shpa wraz rapasi puri da kor war na na razam

شپه ورځ راپسې پورې د کور ور دے نه راووځم
انسان یم د انسانه مے خطر دے نه راووځم

چه هیڅ بے هیڅه چا ته راوتمه نن صبا
هغه هم هیڅ بے هیڅه مرور د ے نه راووځم

که نه مے راووباسے د جابرو په خلاف
مثال مے لکه تیکی کښے خنجر دے نه راووځم

ممتازه یمه ښخ د محرومو په لحد کښې
د چا د اداګانو که محشر دے نه راووځم

0 comments:

Post a Comment