Sunday, March 24, 2013

da gul wareen ao lawangeen watan

دا ګل ورين او لونګين وطن،
دا ښکلې،ښکلې نازنين وطن،
ددې په خاورو کښې مستي او سرور،
قند او نبات هسې شيرين وطن،
هره دره کښې ئي ښائيست او خمار،
دا په ښائيست ښکلې رنګين وطن،

د دنګو غرونو چينارونو وطن،
دا د چينو او د سيندونو وطن،
دا د څو رنګو موسمونو وطن،
د مستو، مستو بهارونو وطن،

دا د سر هسکو پښتنو وطن،
د غيرتيانو ننګيالو وطن،
دا د پت منو شازلمو وطن،
د امن خوښو جنګيالو وطن،

دا تر ابده دې اباد اوسي،
هر يو وګړې دې تل ښاد اوسي

0 comments:

Post a Comment