Monday, March 04, 2013

anangi ye dumra sra pa sa sabab di

اننــــــګي يــــې دومــــــــــره ســـــــره په څه سبب دي؟
عــــجـــيـــــــــبـــه ده جــــنــتــــونــــــــــــــه په غضب دي
ښکلي مخ ته خامخا ســــــتـــــــــرګـــــــــــــې وراوړي
بوراګان خو د ګـــــــــــلــونو په مـــــــــــذهــــــــــــب دي
د ريــــــــــا زاهــــــــــــدان سپــــــــــــي د دوزخـــونـــــــو
شاعران خو شاګردان د ښـــــــکــــــــلـــــــــي رب دي
وې يې سترګې مې درياب دی درومـــه وړي دې
ما وې نه ځم عـــادتــــــونــــه مـــــــــې د کب دي
ستا باڼه مې د زړه جېب کـــــــې وهـــــي ګــــوتې
لکه شوخ ماشومان څـــــومــــــره بــې ادب دي

0 comments:

Post a Comment