Monday, November 19, 2012

zan sara dar ta khu ma hum na khaijawaal malgaru

زان سره دار تا خو ما هم نه خیژول ملگری
خو دومره ده چه تماشے ته به راتلل ملگری
منم چه لاره د وفا ڈهیره ازغنه لار ده
بیه دومره زر لا ما نه به واپس کیدل ملگری
ما به په کانڑو لہ شا ولیی ما دا کلہ منل
نن مو پخپلو گنهگارو ولیدل ملگری
زه چه مقتل ته رسیدم "درده" تنها پاتے ووم
په هر قدم رانہ په شا پاتے کیدل ملگری

0 comments:

Post a Comment