Wednesday, November 14, 2012

yao rung khu di na dy us di kum yao khkula ostayam

يو رنګ خو دي نه دي اوس دي کومه ښکله اوستايم

اوايه جانانه زه دي کومه ادا اوستايم


زړه مي تري تا زار که نو ما ځان ورته لوګي که ټول

حسن د يار اوستايم اي عشقه که تا اوستايم


ستا بي نيازه ميني ځما ډير نازونه اومنل

ستا عطا نن ياده کړم که خپله رضا اوستايم


ستا غم مي د زړه نه د وهمونو تياري لري کړي

زړه کښي مي خواره ستا د يادونو رڼا اوستايم

دا هنر نور څه دي خو دا ستا د جمال رنګ دي

شعر د طيب اوستايم جانانه که تا اوستايم

0 comments:

Post a Comment