Wednesday, November 14, 2012

Sumra pa zrra ki armanuna laram

څومره په زړۀ کښې ارمانــــونه لرم

يو ستا نظر ته ټول کارونــــــه لـرم

د اوښکو هر څاڅکے قطــــره ده زړۀ

پکښې بې شماره حسرتونه لــرم

له خولې مې څه غواړې سرې سترګې پوښته

پکښـــې زنګـين رنګـين ســــوالونــــه لــــرم

د چا د يو موسکي نظـــر پــه طمعه

تمنـــاګانــې دفتــرونـــه لــــرم

توښــــه د ديـن او د دنيـــا خــټکه

په زخمي زړۀ سوي داغونه لــــرم

0 comments:

Post a Comment