Friday, November 16, 2012

Sta pa mena ki sairab shum sharab sa kram

ستا په مينه کښي سيراب شوم شراب سه کړم

د شيخانو د رندانو نصاب څه کړم

چي دا ستا د ميني درس پکښي نه وي

د ناصح دا د پندونو کتاب څه کړم

ستا په مينه کښي په هر څه باندي خوښ يم

نور عبث دي په قاعدو د حساب څه کړم

ستا د حسن څو رنګونه پکښي ګورم

ګني نور پا دغه ګل د ګلاب څه کړم

حقيقت د زماني راته معلوم دي

اعتبار به د نظر په سراب څه کړم

ستا د لطف د کرم فراخي ګورم

ملائک سره په سوال په جواب څه کړم

ستا د ميني د سوز تار چي پکښي نه وي

اے طيبه په دي چنګ په رباب څه کړم

0 comments:

Post a Comment