Wednesday, November 14, 2012

Sta pa ishq ki zu da zrra chawdan sara ashna shum

ستـا په عشق کښې زۀ د زړۀ چاؤدن سره اشنا شـــوم
ستـــا لـــه خــویـــه زۀ کلــه حـبـاب کلـــه دریــــا شـــوم

شــور کښې دې قلــم چې د ستـم وه زۀ خـامـــوش وم
ستــا د جـفـا خط ومــه هم ستــا په خلــه ګـویــا شـــوم

ښــه ده دروغـــژن سهـي تـــردیـــد تــه څـه حـاجت دے
زۀ دې جـوړ اقــــرار د نن صبـــا ووم چـي رښتیـــا شـــوم

خـــوب د یــادونـې یــم د تـعـــبیر لبـــاس مــــې چرتــــه؟
نه ځـان تــه وریــــاد شـومـــه نـه چـاتــه د وینــــا شـــوم

تــه خـو وي تـــر څــنـګـه د رقیب چـې وار خـــطا شـــوے
خیـــال دې مـاتــه نــه وه چـې زۀ ولـې وار خـــطا شـــوم

دغـــــه ځــلــیــــدل مــــې د فــنـــــــا ردعـــــمــــــل دے
ستـــا د مـخ د نــمـــــر نـه که زۀ سترګه د صبــــا شـــوم

هـــره شپـــه اسـمــان غوندې په اوښـکو سترګې ډکـې
څــیرې ګــرېــــوان زۀ لـکه ســـحـر پـه هـــر صبـــا شـــوم

هــره ورځ مې وینــې شـــوق دې لا د لیــدو ډېـــــر شــي
نـــوے نــــوے ښـــکارم څــه عـجـیبـــه تـمـــاشـــا شـــوم

مــــا بــه حوصله د تــا لــه شـوخــو ســـترګــو پــور کـــړه
بیــــا خو بــه تـصـــویر ګڼلے نــه شـــم که ګـویـــا شـــوم

شـپــه د انتـــــظـار کـه شــوه رانـجــه زمــــا د ســـترګــو
زۀ د انتــــــظـار د وږیــــــو ســــتـرګـــو تـــو تـیــــا شـــوم

خپـــل زړۀ هـــم زمـــــا لــه خپلــې مـینــــې خبر نــۀ دے
حـســـن د اشـنـــــا ائینـــــه راکــــړه بـــې ریــــا شـــوم

ورک شـمـــه زۀ هلتـــه چـې اشـنـــا مـې را پیــدا شــي
چـرتـه چــې اشنـــا زمــــا نـه ورک شــو زۀ پیــــدا شـــوم

وې د زړۀ کلـــۍ مـې چـې دا ځـائــے دے د زړۀ چــــاؤدو
ســـترګـې مـې چـې پرانستې چمن ته په خنــدا شـــوم

وروڼــه د وطــــن چــې راتـــه وروڼــــه د یـــوسـف شـــول
بخت مــې رابیــــدار شـولــو زۀ خــوب ده زلیـخــا شـــوم

یــمــه کــه کــرمــک اور اورکــئ کــړمـــه ستـــا مینــــې
زۀ پـــه هــــره ســـاه خـپلـــو تیــــرو لــــره رڼـــــا شـــوم

زۀ حـمـــزه چـې تـــا لـه ښـکلیو ســترګو پرې ویستلــم
ځــم د فـنــــا لـــورتـــه هـغـه اوښـــکـه بــې نـــوا شـــوم

0 comments:

Post a Comment