Wednesday, November 14, 2012

khatm che da pati lag zameer hum da insan she

ختم چـــې دا پـــاتـــې لــږ ضميـــر هم د انسان شي
وايه بيـــا به جوړ له دې جهــــانــه کـــوم جهـــان شي

چاوې چـــې ماضي خو دے ښخ مــړې مه يې سپــړه
ذکر د خوشــحال مې راژوندې کړي زړه مې ځوان شي

جوړه ارزانـي به شــي د ښکليـــــو پــه ديـــدن کښې
قـــدر د خـــودۍ او سړيتــــوب که په تـــا ګــــران شي

شـــرط يــې د همت که د مېــږي په پـل روان روان وي
ليک بــه يــې پـه برخــه د بدبــــه د سـليمـــــان شي

مــينــــــه لېــونــــــۍ د امتيـــــــاز قـــايلــــــه نـــــه ده
وکــــړي د لمــــن سره هم، څه چې په ګرېــوان شي

تــا چې پــه محفــــل کښـې دي رټلـي شمع رويـــــه
عمـــــر د هغه بـه د لوګـــي غوندې پريشــــــان شي

يــو ارمـــــان د وصل ته خو وګوره په عشـــــق کښـې
جوړ ترې په تګ تګ کې يو عظيم غوندې کاروان شي

دا نـــوې کــــرم او کـه ستـــــم مــــې د صـيــــــاد دے
بېرته مې کـړکۍ په پسرلـــي کښې د زنــــدان شي

غم د بېلتانــــه خو بلا ګـــــران دې هم مې خوښ دے
څه چاره د هغه چې هم ګران شي هم اســــان شي

مخ چې ائينـې ته کړي ســــاده ســــاده کاتـــــه کړې
بېرته چې راستون شي په ځاې ودرېږي حيـــران شي

راشــي حمــــزه داســې هم مقـــام په محبت کښې
هلتـــه پېـــرزوينــــــه چې په بـــل او نه په ځــان شي

0 comments:

Post a Comment