Wednesday, November 14, 2012

da zarobat ta me rehbar uda sho

پاڅه کنه،
د زرو بت ته مې رهبر اوده شو،
په خپو ئي کيښود ورته سر اوده شو،

چې په مالت کښې د ماتم چغې شوې،
ځان پسې بند ئي کړلو ور اوده شو،

د پښتنو د يو ولۍ لار ښود اوس،
څنګه بې غمه بې خبر اوده شو،

وخت تقاضه د بيدارۍ کوله،
په زړه ئي او نه شو اثر اوده شو،

بلبله ستا د سوز اواز نه اوري،
لاړ قدردان دې د هنر اوده شو،

د يو افغان په ننګ را ويښ وو ضمير،
اوس په بالښت د لر او بر اوده شو،

طيبه،، خان د کلي څه کوومه
زما ماشوم بچې نهر اوده شو،

0 comments:

Post a Comment