Wednesday, November 14, 2012

che rung e kha v trena lari gharza

چه رنګ ئي سپین وي ترینه لري ګرځه
که خوږ ګبین وي، ترینه لري ګرځه

په ظاهري حسن ئي مه تیروزه
چه ماه جبین وي، ترینه لري ګرځه

دا نازولي هسي زړه لوبه وي
چه نازنین وي، ترینه لري ګرځه

دوي په خواږه خواږه کښ اوخوري سړي
څوک چه شیرین وي، ترینه لري ګرځه

په بازاري آسونو څله ګرزي
هر یو ته زین وي، ترینه لري ګرځه

دوي د وفا په ژبه نه پوهیږي
جفا ئي دین وي، ترینه لري ګرځه

دننه کانړي ګرزاوي سینو کښ
ظاهر رنګین وي، ترینه لري ګرځه

پخه میوه ظاهر ښائسته ښکاریږي
دننه خوړین وي، ترینه لري ګرځه

که ځان خوشحاله امدادخیاله غواړي
څوک چه غمګین وي، ترینه لري ګرځہ

0 comments:

Post a Comment