Monday, June 11, 2012

Qalam pa lass pa mudo pas janan ta khat lekama


قلم په لاس په مودو پس جانان ته خط ليکمه.
زما د ژوند تر ټولو لوئ ارمان ته خط ليکمه.

نن مې دلبر ښه د راتلو پخه وعده کړې ده.
مه اوره، خدائ ته ګوره زه باران ته خط ليکمه.

په زمکه هسې هم سور اور دې سرې لمبې د فراق.
ته لږ په ما اوکړه کرم اسمان ته خط ليکمه.

بيا مې جانان د پسرلي په شان په کور راغلې.
لږ شان دمه اوکړه سپيره خزان ته خط ليکمه.


0 comments:

Post a Comment