Tuesday, June 12, 2012

Da gul di rakro gul badana loye shai

دا ګل دې راکړو ګل بدنه لوئ شې.
جانانه يو جهان مننه لوئ شې.

ناز به دې وړم، ناز به دې څنګه نه وړم.
داسې په ترڅ کوه کتنه لوئ شې.

د درد په څړيکو کښې به څوک اوده شي.
څاڅکي مې څاڅي د خوږ زړه نه لوئ شې.

د چا د غم نه درله نه درځي خوب.
اې زما زړه غمژن غمژنه لوئ شې

0 comments:

Post a Comment