Tuesday, June 05, 2012

Da me da wado sta aitbar wako

دا مي په وعدو ستا اعتبار اوکړو
ما چه د راتلو دي انتظار اوکړو

ټوله شپه مي ستا په طمع تیره کړه
رانغلي اعتبار کښ دي ګذار اوکړو

روغ دي لیوني په چغو سر کړمه
تګ چه دي رقیب سره په لار اوکړو

سر تندي به ستا رقیبه نه لګي
زړه زما مظلوم درته آزار اوکړو

مینه کښ مجنون هسي صادق یمه
څه اوشو آشنا کښ مي انکار اوکړو

پټ مخي په لاره باندي تیره شوه
بیائي سترګوسترګو کښ اقراراوکړو

تل چه به ځمانه شرمیدله څوک
نن هغي زیارت مي دمزار اوکړو

خیاله پښیمانه شوه په کړو خپلو
ترس ئي ځکه دلته په ما خوار اوکړو

0 comments:

Post a Comment