Tuesday, May 06, 2014

rogh darna tar charta zama da ghrewan pati na she



روغ درنه تار چرته زما د ګريوان پاتے نه شي،
اے ستمګره چې په زړه دے ارمان پاتے نه شي.،

غمونه اور کړه د زخمونو وينې وڅڅوه،
زړګيه هيڅ درنه څه ساز او سامان پاتے نه شي.،

ستا په جلؤؤ باندے ضرور نه ده چې مړشې سړے،
دومره ئے بس ده چې ژوندون ئے اسان پاتے نه شي.،

در ته چې راغلے نو خالي لاس مه ځه ژوند مې يوسه،
مرګيه واخله چې په ما دے احسان پاتے نه شي.،

ستا په څير څوک دي بل به ستا مثال له کومې راؤړي.،
داسے به څوک وي چې به تا ته حيران پاتے نه شي.،

څوک به نو څه اوکړي ګيله د زمانې د جفا،
چې د اتبار جوګه طيبه ياران پاتے نه شي. . . .

0 comments:

Post a Comment