Tuesday, May 06, 2014

Da jwand pa rangeno ki da khkula pa aeena ki


د ژوند په رنګينو کې، د ښکلا په ائينه کې
بند کړى په جادو يمه يؤ چا په ائينه کې

د مينې روايته دې نه نور به لا څۀ سپک شې
مئين درته هم ګوري د دنيا په ائينه کې؟

دا قام چې د بري دعوې کوي نو زما خيال دى
بس يؤ ځل دې ځان وګوري لږ بيا په ائينه کې

چې ځان ته پکې نۀ ګوري نو دا ئې هم ادا ده
حيران خو ورته زړۀ ايښى پخوا په ائينه کې. . .

0 comments:

Post a Comment