Tuesday, January 15, 2013

pa sro lambo pa sra anghal intezar

په سرو لمبو په سرۀ انګار انتظار
سهار نه واخله تر سهار انتظار

نۀ په فراق نۀ په وصال کې ديدن
کله د ځان کله د يار انتظار

زما لېمو کې د يو ښکلى تصوير
زما بڼو کې دے ايسار انتظار

زۀ په خوږو د انتظار پايمه
زما نشه ده انتظار انتظار

د بام په سر مې انتظار کوه تۀ
زۀ به دې کړم په سر د دار انتظار

0 comments:

Post a Comment