Wednesday, January 23, 2013

zama da grewan tanda ye mata na kra

زما د ګریوان تنده یې ماته نه کړه
یار ! د جانان تنده یې ماته نکړه
ډسمبر ټول په وریدو کې تیر شو
افسوس باران تنده یې ماته نه کړه
ټوله نړۍ مې شوه په وینو خړوب
خو د جهان تنده یې ماته نکړه
لکه شبنم سپرلي اوبه اوبه شو
وایې خزان تنده یې ماته نکړه
ځلاند د یار له دیدن تږی راغي
وچ بیابان تنده یې ماته نکړه

0 comments:

Post a Comment