Saturday, October 13, 2012

la khu da noro parharuno la marham kaoma

لا خو د نورو پرهرونو له مرهم کوومه.
د خپل زړګي به په قلاره چرته غم کوومه.

ستا د يادونو په ګلونو ئي د شپې څڅوم.
په خپلو اوښکو باندې لوبې د شبنم کوومه.

دا ستا خائيست مې په سينه کې داسې خور شو اشنا.
اوس خو په هر يو چم ګمان دا ستا د چم کوومه.

0 comments:

Post a Comment