Wednesday, October 24, 2012

Kha saray da cha pa badu nazar ma ka

ښــه ســـړے د چـا پــه بــدو نـظــــر نــه کا
که څوک بــد ورسره کاندي دوے به ښــه کا

پــه بــارداره ونـــه تـــل ورېـــږي کاڼــــي
ورتـــه ګــوره چې بــارداره ونـــه څـــه کا

د جـهـــان کينــې غصـې واړه تــر شـــا کا
که سړے په وخت د قهر مرګ تر زړه کا

دا پـه دا چـې خــودبينــي ورســره نشتــه
د جـهـــان ننـــدارې ځکـــه دوه لـېمـــــه کا

پـه کينـــه، پـه حســد هيڅ د چــا ونه شـــي
هـر ســړے چې حســد کاندي ځان اوبــه کا

نصيــحت د نېـکـــو ښــــه دے، نـــه د بــــدو
کـم بختـــان بــه بدفعلــي د چا په خولـــه کا

و ســړي ته يـې اختيــار ورکــړ هـوښيـــاره!
که په هره چا کښې خدائے واړه خپل کړه کا

ورځ او شپــه پـه لار روانـــې قــافلــــې دي
نېــک و بـــد د قـــافلــــې پــه لارې تـلـــه کا

يـک تنـهـــــا پـه لارې تلنـــه ده خوشحالـــه!
پـه دا هســې لار څوک څه د لارې مـلــــه کا

0 comments:

Post a Comment