د شماره اوتی د سړو هډ و کمې نیشته
خو چې دا قام اوژاړی داسې یو سړې نیشته
زما په سترګو کې خزان د اوچ چنار تصویر دې
چې ستا په زلفو کې ګلاب نیشته سپرلې نیشته
که زما بریت نیشته ،شمله نیشته شړۍ نیشته دې
ستا هم په پوزه کې نتکې او میخکې نیشته
زمونږ واړه هم بې پښتو بې روایاتو لوې شو
د یو ماشوم په خپو کې هم چرته ګینګړې نیشته
که دا واړه دي که لګ لوې او که زاړه بوتان دي
په دې کې یو بت هم زمونږ د عقیدې نیشته
شاعر: غنی غورځنګ

0 comments:
Post a Comment