Saturday, October 06, 2012

Da mudo rasi zama da zra pa kor ki


د مودو راسې زما د زړه په کور کښې
مجسمه زما د خیال او تصور وې

 ته ښکله زما د ژوند د هر یو اړخ وې
او زما دا ارمانونو هینداره وې
 
ما تکل د هر مزل په دې نیت کړې
چه منزل کښې به مې ستا قربت نصیب شی
 
او بیا ټوله ستومانی به مې شی ورکه
ته سینې ته چه په غړانګو غړانګو راشی
 
نو اے زما د خیال نازکې او معصومې
ته را نغلې په ما داسې کانې وشوی
 
سخت وجود دې زما داسې په لړزان کړو
لکه راشی زلزله په لویو غـــــــــرونو
 
ورپیږی ونې بوټی او ښا خونه
لکه وشلیږی سیلۍ کښې تناوؤنه
ولړزیږی قلعه ګانې دیوالونه
 
نو اے زما د خیال نازکې او معصومې
ستا بائيلل مې د ارمان وروستۍ سلګۍ شوه
ساه مې راغله تر مرۍ او بړبوکۍ شوه
 
د مودو راسےزما د زړه په کور کښ
مجسمه زما د خیال او تصور ئې


0 comments:

Post a Comment