Sunday, October 14, 2012

che gharqab she tor mashghan pa yam da zrra

رحمان بابا
چې غرقاب شي تور مژګان په يم د زړه،
نور خراب شي خان و مان په نم د زړه،
چې ئي عرش او کرسي لاندې تر قدم دي،
بالاتر دې هسې شان قدم د زړه،
د خليل تر کعبې دا کعبه ده لويه،
که اباد که څوک ويران حرم د زړه،،،
زه مرهم د زړه له چا غواړم بې ربه،
چې کړې نه شي طبيبان مرهم د زړه،
صورتي همدمان ډير دي په دنيا کښې،
ولې نه مومي رحمان همدم د زړه،،

0 comments:

Post a Comment