Thursday, September 13, 2012

zrra khu me darkro janana waya ta sa wayai

زړه خو مې درکړلو جانانه وايه ته څه وائي
راته ته خوږ ئي د خپل ځانه وايه ته څه وائي،

ستا په هجران کښې روزګارونه د دنيا کوومه،
زړه مې لا نه چوي د خفګانه وايه ته څه وائي،

ستا د جفا ګيله مې نه کړه صرف دا مې وئيل،
وفا رخصت شوه له دنيا نه وايه ته څه وائي،

0 comments:

Post a Comment